شاه محمود قرېشي خپل افغان همڅنګ صلاح الدين رباني سره وليدل

شاه محمود قرېشي خپل افغان همڅنګ صلاح الدين رباني سره وليدل

کابل (پاکستان پوائنٹ نیوز15دسمبر 2018ء) د افغانستان پلازمينې كابل كښی د درې اړخيزه غونډې په مهال د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ افغان خارجه وزارت كښې خپل افغان همڅنګ صلاح الدين رباني سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ افغان خارجه وزير د مفاهمتي عمل مخ په وړاندې بوتللو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خصوصي مننه وكړه۔ دې نه وړاندې خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل افغان همڅنګ سره د افغانستان په زندانونو كښې د بنديوان پاكستاني وګړو پاكستان ته د سپارلو معامله هم پورته كړه۔