اروپائي ائتلاف د افغانستان بيا تعمير او معاونت لپاره د 474 ملينه يورو وركولو اعلان

اروپائي ائتلاف د افغانستان بيا تعمير او معاونت لپاره د 474 ملينه يورو وركولو اعلان

جنيوا (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) اروپائي ائتلاف د افغانستان بيا رغونې اوز معاونت لپاره د 474 ملينه يورو(535 ملين ډالرو)مرستې وركولو اعلان كړی دې ۔د كمېشن لخوا جاري شوي بيان له مخې په جنيوا كښې كېدونكي كنفرنس كښې د افغانستان مالي مرستې پیكج په اړه كېدونكي لوظ نامه د نړيوالې مرستې او پرمختګ پورپين كمشنر نيون مميكا او د افغانستان د خزانې وزير محمد همايون قيوي لاس ليك كړه ۔

پورپين كمشنر نيون مميكا ووئيل اروپائي ائتلاف د افغانستان بيا رغونې او د هېواد مستحكم سباؤن لپاره د افغانستان حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د لوظ نامې ترمخه دې مرسته كښې به (311 ملين يورو)د رياست د بيا رغونې په هلو ځلو خرڅ شي٬د انصاف په څانګه كښې د اصلاحات لپاره 31 ملينه يورو٬د روغتيا او وينوټرېشن لپاره 80 ملين يورو٬ 2019 كښې كېدونكي صدارتي او صوبائي كونسلز په ټاكنو 15 ملينه او د وګړو د هجرت او د هغوي جبري بيدخلي مخ نيوي لپاره 37 ملين يورو به خرڅ كولې شي۔