په روسيه كښې پنځه ترهګر ونيول شول

په روسيه كښې پنځه ترهګر ونيول شول

ماسكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 22اکتوبر2016ء) د روسيې امنيتي ادارې وئيلي دي چې په دې هېواد كښې د ترهګرو يوه ډله نيول شوې چې پكښې پنځه ځوانان شامل دي۔ د روسيې ځائي مېډيا له مخې دا نيول شوي ترهګر په سوريه كښې په په جګړه بوخت ترهګرو سره د سوشل مېډيا پشمول د نورو ذريعو د لارې په تماس كښې وو۔ دې عناصرو ته وسله هم وركړې شوې وه او دوي په قفقاز كښې د پوليسو په يو مركز بريد كول غوښتل كوم چې امنيتي ځواكونو د وخت نه وړاندې شنډ كړے۔ د دې ترهګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه شوي دي۔