د اړيسه په نجي روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 23 كسان مړه شوي

د اړيسه په نجي روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 23 كسان مړه شوي

نوې ډيلې (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اکتوبر2016ء) د اړيسه په نجي روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 23 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د برتانوي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه د اړيسه په سرښار بهونيشور كښې رامېنځ ته شوې۔ اور د روغتون په اېس يو اېم ډائلاسز وارډ كښې ولګېدو او نورو وارډونو ته ورسېدو۔ اور د روغتون آئي سي يو وارډ ته هم ورسېدو۔ په پېښه كښې 23 رنځوران مړه شوي دي او پاتې نورو روغتونونو ته رسول شوي دي۔ په كال 2011م كښې هم په كولكته كښې په يو روغتون كښې د اور لګېدو په پېښه كښې 89 كسان مړه شوي وو۔