وېتنام كښې د سختو سېلابونو په سوب د مړو شمېره 25 ته رسېدلې

وېتنام كښې د سختو سېلابونو په سوب د مړو شمېره 25 ته رسېدلې

هنوئی ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اکتوبر2016ء) وېتنام كښې د سختو سېلابونو په سوب د مړو شمېره 25 ته رسېدلې ده ۔ بلخوا ساريكا نومې طوفان به (سبا) وېتنام ته رارسي۔ د ميډيا راپور ترمخه چارواكو د ګل په ورځ ووئيل د سمندری طوفان ساریکا نزدې راتلو سره تباهي لا زياتېږي۔ دوئي ووئيل د بارانونو او سېلابونو په سوب د مړو شمېره 25 ته رسېدلې۔ دې سره سره په زرګونو كورونو ته سخت زيان رسېدلې۔ ذريعو وئيلي چې يو ځائي هائيډرو پلانټ څخه هم ناڅاپي اوبه راوتل پېل شوي چې په سوب ئې ډېرې سيمې د اوبو لاندې راغلي۔ ساریکا طوفان فلپائن كښې تباهي خپرولو څخه وروستو (سبا) د شورؤ په ورځ وېتنام ته رارسي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وېتنام هر كال يو شمېر سمندري طوفانونو سره مخ كيږي۔