په عراق كښې د داعش خاتمې په موقع ځينې هېوادونه مداخله كوي۔ حېدرالعبادي

په عراق كښې د داعش خاتمې په موقع ځينې هېوادونه مداخله كوي۔ حېدرالعبادي

بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15اکتوبر2016ء) د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي وئيلي دي چې په عراق كښې د داعش خاتمې په موقع ځينې هېوادونه مداخله كوي۔ د مېډيا راپورونو له مخې د عراق وزيراعظم په كركوك كښې د يو خبري كفنرنس په موقع د داعش څخه د موصل اخستلو په مهال په عراق كښې د ځينې هېوادونو په مداخله د حېرانتيا څرګندونه وكړه او د موصل اوسېدونكو ته ئې خواست وكړو چې د عراق امنيتي ځواكونو سره دې مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې په عراق كښې بهرنې مداخله د قبلولو وړ نه ده او د دې اجازه به كله هم ورنه كړې شي۔ ﴿م ع/ م ع 2105﴾