وزيراعظم محمد نواز شريف د آذربائيجان درې ورځنې دوره ترسره كولو نه پس اسلام آباد ته راستون شو

وزيراعظم محمد نواز شريف د آذربائيجان درې ورځنې دوره ترسره كولو نه پس اسلام آباد ته راستون شو

باكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 15اکتوبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د آذربائيجان درې ورځنې دوره ترسره كولو نه پس اسلام آباد ته راستون شو۔ په آذربائيجان كښې د آذربائيجان دوهم وزيراعظم علي احمدوف وزيراعظم محمد نواز شريف او د لوړې پاې پلاوې رخصت كړو۔ د آذربائيجان اولس مشر الهام عليوف په بلنه د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا دا د آذربائيجان وړومبې دوه وه۔

د دورې په مهال وزيراعظم د آذربائيجان اولس مشر سره ملاقات وكړو او د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په چارو ئې ورسره خبرې وكړې۔ دواړو مشرانو په منطقه كښې امن لپاره د خپل تصور په اړه شريك خبري كنفرنس ته وېنا هم وكړه۔ د دې نه علاوه په دفاعي او اقتصادي مرسته زياتولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو مشرانو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير د مسئلې د سوله ايز حل په ضرورت زور راوړو۔

وزيراعظم ته نړيوال امن٬ پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحام لپاره د ده د خدماتو په اعتراف كښې د باكو سټېټ پوهنتون لخوا د ډاكټرېټ اعزازي ډګري هم وركړې شوه۔ وزيراعظم د خالي په ورځ د آذربائيجان د پارلماني ملي مجلس دوره وكړه چرته چې د آذربائيجان سپيكر ده ته د پارلماني چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم سره د خپل پلاوي د ملي مجلس سپيكر سره ملاقات هم وكړو۔ وزيراعظم د پخواني اولس مشر حېدر عليوف په مزار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔ ده د آذربائيجان د ازادې د تحريك د شهيدانو په قبرونو حاضري هم وكړه او دوي ته ئې پېرزوينه وكړه۔ ﴿م ع/ م ع 2105﴾