افغانستان د هند په حېدرآباد ښار كښې د قونصل خانې پرانستلو پرېكړه وكړه

افغانستان د هند په حېدرآباد ښار كښې د قونصل خانې پرانستلو پرېكړه وكړه

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 15اکتوبر2016ء) افغانستان د هند په حېدرآباد ښار كښې د قونصل خانې پرانستلو پرېكړه كړې۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې په هند كښې د افغانستان سفير شېدا محمد ابدالي وئيلي دي چې هند سره تجاري او اقتصادي اړيكو زياتولو لپاره د انداهرا پردېش په حېدر آباد ښار د افغانستان د قونصل خانې پرانستلو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې به ډېر زر يو پلاوې د حېدرآباد دوره وكړي چې قونصل خانې لپاره ځائ خوښ كړې شي۔ په هند كښې په نوي ډيلي كښې د افغانسان سفارت٬ په ممبئي كښې قونصل خانه او كوكلته كښې د اتاشي دفتر كار كوي۔