مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو تېره مياشت 44 كشميريان شهيدان كړي

مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو تېره مياشت 44 كشميريان شهيدان كړي

سرينګر (پاکستان نیوز پوائنٹ یکم اکتوبر2016ء) مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو د رياستي ترهه ګرۍ روانو كاروائيو پھ مهال تېره مياشت ستمبر كښې 12 كلونو څخه كم عمره ماشومانو او د يوې مېرمن پشمول 44 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د ريسرچ سېكشن لخوا جاري شوي شمېرو له مخې پھ دې كښې 11 كسان په يوه جعلي مقابله كښې وژلې شوي۔د دې شهادتونو په نتيجه كښې 2 مېرمنې كنډې او 5 ماشومان يتيمانان شوي۔

مقبوضه سيمه كښې د هندي عسكرو او پوليس اهلكارو لخوا تېره مياشت په امن ناكه مظاهره چيانو پيلټ ګن او اوښوكي بهاونكي ګاز پشمول د طاقت بې درېغه استعمال امله 5 زره 5 سو 24 كشميريان سخت ژوبل شوي او په دې مهال ګڼ وګړي چې پكښې زياتره ځوانان او حريت غړي شامل وو نيولې شوي چې پكښې د ځينو په ضد تور قانون پبلك سيفټي ايكټ لګولې شوے۔