د افغانستان مالي اعانت لپاره دوه ورځنۍ كنفرنس به پھ 4 اكتوبر برسلز كښې پیل كېږي

د افغانستان مالي اعانت لپاره دوه ورځنۍ كنفرنس به پھ 4 اكتوبر برسلز كښې پیل كېږي

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ یکم اکتوبر2016ء) د امريكې يو اعلٰی چارواكو وئيلي دي چې راروانه اونۍ كښې كېدونكې يو نړيوال كنفرنس كښې افغانستان لپاره د درې اربه ډالره كلنې مرستې لوظ كېدے شي خو د دې رقم وركولو انحصار په اصلاحات او د بډو اخستلو مخ نيوي پھ اقداماتو دے۔د امريكې مېديا له مخې دا خبره د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې خاص استازي رچرډ اولسن واشنګټن فورم كښې كړې۔

ده ووئيل د امريكې حكومت به افغانستان لپاره تر 2020 د امريكائي اعانت په ځاې ساتلو له كانګرېس ته رجوع كوي۔اروپائي ائتلاف او افغانستان به پھ برسلز كښې په 4 او 5 اكتوبر د ډونرز كنفرنس كوربتوب كوي۔ چې پكښې به مرسته كونكي هېوادونو او ادارو نمائندګان ګډون كوي۔د دې كنفرنس مقصد په افغانستان كښې كوټلي پرمختګ له د اصلاحاتو حمايت ترلاسه كول دي۔دې كنفرنس كښې به د 70 هېوادونو او 30 نړيوال تنظيمونو او ادارو نمائندګان ګډون كوي.