د حوثي ياغيانو په شيلنګ كښې د سعودي عربستان 1 عسكر مړ شوے

د حوثي ياغيانو په شيلنګ كښې د سعودي عربستان 1 عسكر مړ شوے

رياض(پاکستان نیوز پوائنٹ یکم اکتوبر2016ء) د يمن ياغيانو لخوا د سعودي پھ سيمه كښې د شيلنګ په نتيجه كښې د سعودي يو عسكر مړه او درې عام وګړي ژوبل شوې دي۔د المان مېډيا له مخې د سعودي عربستان كورنيو چارو وزارت وئېلي دي چې ژوبل شويو كښې دوه د سعودي او يو د بنګله دېش وګړې شامل دے۔سعودي چارواكو له مخې د پولې سرحدي سيمې جازان كښې دا شيلنګ د يمن حوثي ياغيانو كړے وو۔دا خبره دې ياده وي چې د سعودي او يمن وسله والې شخړې په مهال شوي شيلنګ څخه سرحدي سيمو كښې د سعودي عربستان 100 څخه زيات وګړي او عسكر مړه شوي۔بل خوا په يمن كښې روان جنګي حالاتو كښې د مړو شويو شمېره 6 زره څخه زياته شوې۔