بشارالاسد او روس دې د جنګ بندۍ لپاره ګامونه پورته كړي۔د المان چانسلره

بشارالاسد او روس دې د جنګ بندۍ لپاره ګامونه پورته كړي۔د المان چانسلره

برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28ستمبر 2016ء) د المان چانسلرې انجيلا مركل وئېلي دي بايد سوريه كښې د جنګ بندۍ لپاره هر ډول هڅې وكړې شي۔انجيلا مركل پايه تخت برلن كښې د مېډيا سر ه خبرو كښې ووئيل د سوريې زمكيز حقائق ناوړه دي او په دې كښې هېڅ شك نشته چې وګړي په نښه كړی كېږي۔دې ووئيل پھ څو ورځو كښې د شوي پېشرفت په سوب د جنګ بندۍ ټولې هڅې ناكامه شوي۔مركل ووئيل په اوسنيو حالاتو كښې په سمدستي توګه د نو فلائي زون جوړولو كار ګران دي۔دې ووئيل د سوريې اولس مشر بشارالاسد او روس دې جنګ بندۍ لپاره ګامونه پورته كړي۔ (ص ف/ض ض/وس/1619)