د کشمیر كشاله د پاكستان او هند ترمېنجه د اتومي جنګ سوب ګرځېدې شي٬

د نړيوالې ادارې مشر دې ذاتي مداخلت سره د كشمير كشاله په سلامتي كونسل كښې پورته كړي۔ د كشميري لارښودو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون ته چيټۍ

د کشمیر كشاله د پاكستان او هند ترمېنجه د اتومي جنګ سوب ګرځېدې شي٬ 
د نړيوالې ادارې مشر دې ذاتي مداخلت سره د كشمير كشاله په سلامتي كونسل كښې پورته كړي۔ د كشميري لارښودو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون ته چيټۍ

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) کشمیري لارښودو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون ته وئيلي دي چې د کشمیر كشاله د پاكستان او هند ترمېنجه د اتومي جنګ سوب ګرځېدې شي٬ د نړيوالې ادارې مشر دې ذاتي مداخلت سره د كشمير كشاله په سلامتي كونسل كښې پورته كړي۔ د آزاد کشمیر پخواني اولس مشر بېرسټر سلطان محمود چوهدری ،د وزیراعظم آزاد كشمير لپاره پخوانۍ سلاحكارې سردار ثروت خان ، د ورلډ کشمیر اوېئرنس عمومي سېكتر ډاکټر غلام نبي فائي او د کشمیری امرېکن کونسل صدر ډاکټر امتیاز خان د ملګرو ملتونوعمومي سېكتر بان کي مون ته خپله چيټۍ لېږلې ده۔

په چيټۍ كښې كشميري مشرانو د نړيوالې ادارې پام مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ناوړه وضعې پلو ګرځولې۔ دا خط د نړيوالې ادارې مشر ته ھغه وخت رسولې شوې كله چې هندۍ خارجه وزيرې سشما سوراج د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا كوله۔ په دې موقع كشميريانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مركزي دفتر په وړاندې احتجاجي مظاهره كښې غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او امريكا دې د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو له خپل كردار ولوبوي۔

کشمیري مشرانو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته وئيلي دي چې د دې مسئلې هوارے د مستقلو غړيو رويو او پاليسيو سره تعلق لري خو دوي د دې خبرې نه خبرول پكار دي چې د كشمير كشالې په هواري كښې د ناكامي په صورت سوئيلي آسياء كښې امن ته سخت خطر پیښ دے او د پاكستان او هند ترمېنځه د جنګ سوب هم جوړېدې شي۔ کشمیري مشرانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كشمنر د بيان هم هركلے كړے كوم كښې چې ھغه د يو غېر جانب دار او آزاد مشن كشمير ته د لېږلو تجويز وركړې ٶ۔