ایران د امريكې په راتلونكو ټاكنو كښې په كوم صدارتي كانديدي كښې هېڅ دلچسپي نه لري۔ حسن روحاني

ایران د امريكې په راتلونكو ټاكنو كښې په كوم صدارتي كانديدي كښې هېڅ دلچسپي نه لري۔ حسن روحاني

نیویارك(پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) د ايران اولس مشر حسن روحاني وئيلي دي چې ايران دا خبره ډېره غېر ضروري ګڼي چې د امريكې راتلونكې اولس مشر به څوك وي۔ د المان ميډيا له مخې حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې د امريكې صدارتي ټاكنو كښې د دلچسپې نه اخوا زمونږ خواهش دے چې څوك هم د امريكې اولس مشر جوړ شي ھغه د نورو قومونو د حقونو او د ھغوي د عزت نفس احترام وكړي۔ ده ووئيل د تېرو 38 كالو په مهال د ايران اولس د امرېكې د بېلا بېلو حكومتونو رويې نه خوشحاله نه دے۔ روحاني زياته كړه چې هم د دې رويې له امله د ايران او امريكې ترمېنځه باور ډېر كم شوے۔(م ع/ګ ل/1935)