د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د اومان دفاع وزير سيد بدربن سعودي البوسيدي سره وليدل دوي د شريكې خوښې د چارو پشمول د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې په مرسته خبرې اترې وكړی

د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د اومان دفاع وزير سيد بدربن سعودي البوسيدي سره وليدل دوي د شريكې خوښې د چارو پشمول د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې  په مرسته خبرې اترې وكړی

اومان (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه كوم چې دا مهال د اومان په دوره دې د اومان دفاع وزير سيد بدربن سعودي البوسيدي سره ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې د چارو پشمول د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې په مرسته خبرې اترې وشوې۔ د سلطانز آرمډ فورسز مشر جنرل نابهاني هم په دې موقع موجود وو۔

د امان د دفاع وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو اعتراف وكړو۔دې څخه وروستو د پاك پوځ سرلښكر د اومان شاهي فضائيه مشر سره هم ملاقات وكړو۔ د پوځ سرلښكر چې كله امان ته ورسېدو نو د امان سلطانز آرمډ فورسز مشر جنرل احمد بن حارث بن نصير النابهاني د پاك پوځ سرلښكر ته تودې هركلې ووې۔