په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي۔د هند خارجه وزيرې شسما سوراج

په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي۔د هند خارجه وزيرې شسما سوراج

نوې ډېلۍ (پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي دي ۔دا خبره د هند خارجه وزيرې شسما سوراج د نهې په ورځ پارلمان راجيه سبها كښې كړې۔هندي خارجه وزيرې وئېلي دي د اجتماعي قبرونو څخه د دغې هندي وګړو مړي تر لاسه شوي او وروستو ئې پیژندګلې د ډي اېن اے د لارې شوې۔هغې پارلمان ته ووئيل په عراق كښې د بې دركه شوو 39 وګړو ډي اېن اے ټېسټ بغداد كښې شوې چې پكښې د 38 كسانو ډي اېن اے ميچ شوې ده٬ دا وګړي په كال 2014 كښې د عراق په موصل ښار كښې د ترهه ګر تنظيم داعش سره تعلق لرونكې عسكريت خوښې تښتولي وو۔د مړو شوو هندي وګړو تعلق د ختيز پنجاب څخه وو او په موصل كښې يوې عراقي تعميراتي كمپنۍ سره ئې كار كولو۔