د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به پوپ فرانسس سره ملاقات كوي

د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به پوپ فرانسس سره ملاقات كوي

ویټی کن سټی (پاکستان نیوزپوائنٹ18جنوری2018ء) د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان به د کیتھولک عيسايانو روحانی لارښود پوپ فرانسس سره ډير زر ملاقات وكړي۔ د ویټی کن پرېس آفس له مخې د ترکیې اولس مشر او کیتھولک عيسايانو روحانی لارښود ترمينځه ملاقات به په 5 فرورې كېږي۔ د ترکيې اولس مشر د اړخه به د ویټیکن دا وړومبۍ دوره وي۔ پوپ فرانسس او ترکيې اولس مشر ترمينځه راروانه مياشت كښې كيدونكې ملاقات په اړه تفصیلات لا نه دې وركړې شوي۔ دا خبره دې ياده وي چې تير كال دسمبر كښې اولس مشر اردوان او پوپ فرانسس تيلي فوني تماس نيولو سره د بیت المقدس په شخړه خبرې اترې كړې دي۔