د او آئي سي غونډه (نن) استنبول كښې كېږي

د او آئي سي غونډه (نن) استنبول كښې كېږي

استنبول(پاکستان نیوزپوائنٹ 11دسمبر2017ء) د امریکائي اولس مشر بېت المقدس د سرائيل پايه تخت تسليمولو په ضد په شريكه لائحه غور لپاره د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) غونډه (نن) د نهې په ورځ د تركيې په استنبول ښار كښې كېږي۔ د ايران خبر رسنې ادارې له مخې د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني د القدس پحقله د اسلامي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو مشرانو په غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره (نن) د نهې په ورځ د تركيې دوره كوي۔

د امريكې لخوا بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو او د امريكې سفارت بېت المقدس ته د منتقل كولو په ضد د او آئي سي غونډه كښې خبرې كوي٬ د فلسطین په مسئله د او آئي سي موقف واضح دے چې په كښې د مقبوضه سيمو څخه د اسرائيل د تسلط خاتمه٬ د فلسطيانو هېواد ته ستنېدل په ترجيحاتو كښې شامل دي او د تنظيم بنيادي اغراض او مقاصد د اسلامي نړۍ اتحاد٬ د اسلامي اقدارو تحفظ او د غړو هېوادونو ترمېنځه مرستې او يوالي ته وده وركول هم دي۔