د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره د پي اېس ډي پي له مخې 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاري كړے شوے

د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره د پي اېس ډي پي له مخې 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاري كړے شوے

دبئي (پاکستان نیوزپوائنٹ 23نومبر2017ء) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د روان مالي كال په مهال د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 20 اربه 14 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په تهرپاركر كښې د 100 مېګاواټ پاور پلانټ لپاره 30 كروړه روپې٬ په فنانس ډويژن كښې اداره جاتي اصلاحاتو لپاره يو كروړ روپې٬ په اسلام آباد كښې آډټ هاؤس جوړولو لپاره 15 كروړه روپې او په ننكانه كښې د لنك روډ جوړولو لپاره د 13 كروړه 73 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔