په افغانستان كښې امن په پوځي طاقت نه په خبرو اترو او تفاهم ممكن دے۔ ډاكټر مليحه لودھي

په افغانستان كښې امن په پوځي طاقت نه په خبرو اترو او تفاهم ممكن دے۔ ډاكټر مليحه لودھي

ملګري ملتونه(پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي په افغانستان كښې امن په پوځي طاقت نه بلكې په خبرو اترو او تفاهم ممكن دے۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په وضعه بحث كښې پاكستانې استازې ووئيل مذاكرات او پوځي طاقت يو بل سره مطابقت نه لري او په يو وخت د دواړو استعمال سره به په افغانستان كښې د استحكام نشتوالې او د افغان اولس ستونزې زياتې شي۔

هغې ووئيل پاكستان تل د افغانستان د مسئلې په سياسي حل ټينګار كړے او په دغه هېواد كښې د خبرو د لارې د امن ودې لپاره مرستې كولو ته چمتو دے۔ هغې ووئيل نړيواله ټولنه په يقيني توګه په افغانستان كښې امن لپاره مهم كردار ترسره كولې شي خو بايد د دغې عمل مشري د افغان اولس په لاسو كښې وي۔ پاكستانې استازې په دې موقع افغان طالبانو ته خواست وكړو چې تشدد پرېږدي او خبرو اترو ته كېښنې۔ پاكستانې استازې ووئيل پاكستان د ترهګرې په ضد نړيوال جنګ كښې لوئې ځاني او مالي قربانې وركړې دي۔