بیجنګ كښې د اوور لګيدنې پېښه، 18 شكمند نيولې شوي

بیجنګ كښې د اوور لګيدنې پېښه، 18 شكمند نيولې شوي

بیجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) د چین پايه تخت بیجنګ په سوئيلي سيمه كښې په يوه ودانۍ كښې د اوور لګيدلو تفتیشی عمل په مهال 18 شكمند كسان نيولې شوي دي ۔ ځائي ميډيا له مخې د اتوار په شپه لګيدونكې دې اوور له امله 19 كسان مړه شوې دي چې پكښې 8 كوچنيان هم شامل دي۔ فائربریګيډ عملې له مخې د اوور لګيدلو سبب په ودانۍ كښې خراب ریفریجېشن انتظامات كيدې شي۔