روسيې د افغانستان طالبانو ته د وېړيا ډيزل وركولو ترديد وكړو

روسيې د افغانستان طالبانو ته د وېړيا ډيزل وركولو ترديد وكړو

ماسكو (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) روسيه د افغانستان طالبانو ته د وړيا ډيزل وركولو اطلاعات رد كړي۔ د خارجه وزارت وياند يو بيان كښې د برتانيې مېډيا راپور مسترد كولو سره وئېلي چې د دې بې بنياد راپورونو مقصد افغانستان كښې د ناټو ناكامۍ له امله د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كول دي۔ دامريكې پوځي عهديدارو له مخې روسيه افغانستان كښې د امريكې مشن كمزورې كول غواړي۔

افغانستان كښې د پوځي كاروائيو نګران د امريكې جنرل جوزف ووټل د امريكې كانګرېس يوې كمېتۍ ته ووئيل چې دا عېن ممكن ده چې ماسكو په افغانستان كښې طالبانو له وسله وركوي۔د تجزيه كارو له مخې روسيه اندېښنه لري چې په سوريه او عراق كښې د ماتې نه وروستو داعش افغانستان خپل محفوظ اډه جوړولې شي كه چرې داسې كېږي نو دا د روسيې لپاره لويه خطره ده۔د يادونې وړ ده چې د برتانيې يو ورځپاڼې ټائمز پھ خپل راپور كښې ادعا كړې وه چې د روسيې استخباراتي ايجنسۍ څو مياشتو راهيسې طالبان د ازبكستان د پولې څخه د ډيزلو ډك ټينكرې خرڅوي۔

د طالبانو ذريعو د نامې د نه ذكر كولو په شرط ووئيل چې دا ډيزل وېړيا ترلاسه كېږي٬مونږ يوازې درآمدي ټېكس ادا كوو۔طالبانو ووئيل چې د مياشې په بنياد د 25 لكه ډالر ماليت ډيزل وركولې كېږي۔دا ډيزل د طالبانو يوې كمپنۍ ته وركولې كېږي۔د دې څخه وړاندې افغان او امريكائي چارواكو هم هم په روسيه داسې تورونه لګولي وو۔