بغداد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د عراق وزيراعظم حېدر العبادي سره د سوريې خارجه وزير وليد المعلم ملاقات كړې دې ۔د مېډيا راپورونو له مخې دا ملاقات تېره شپه شوې۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو په شريكو پولو د امن او سلامتيا په چارو او د داعش مقابلې لپاره په حكمت عملۍ خبرې كړي دې ۔د دې نه وړاندې د سوريې خارجه وزير د عراق خارجه وزير سره ملاقات كښې وئېلي وو چې دواړه هېوادونه د ترهه ګرو مقابله كوي او خپله دفاع هم كوي۔
د عراق وزيراعظم سره د سوريې خارجه وزير ملاقات
7 کال لومړی
