صومالیه كښې د افریقائي ائتلاف امن پوځ او الشباب جنګيالو ترمينځه نښته٬ 16 كسان مړه شول

صومالیه كښې د افریقائي ائتلاف امن پوځ او الشباب جنګيالو ترمينځه نښته٬ 16 كسان مړه شول

موغادیشو(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) صومالیه كښې د افریقائي ائتلاف امن پوځ او الشباب جنګيالو ترمينځه نښته كښې 16كسان مړه شوي دي ۔میډیا راپور له مخې چارواكو ووئيل بکول ولايت كښې شدت خوښو په يوه پوځي اډه بريد كړے چې ورسره سيمه كښې نښتې پيل شوي دي ۔ چارواكو ووئيل تر اوسه په دې نښتو كښې 15 شدت خوښې مړه شوي او د نښتو لړۍ روانه ده.