نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ22ستمبر2017ء) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ پھ نيويارك كښې افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كړے۔ د سپينې ماڼې له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په موقع شوي دې ملاقات كښې دواړو مشرانو د منطقې د امنيت په صورتحال او د امريكائي كمپنو لخوا په افغانستان كښې د معدني پانګو لټولو په شان موضوعاتو تفصيلي خبرې شوې دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د معدني پانګو په لټونه كښې د امريكائي كمپنو ګډون سره به د كابل اقتصادي پالېسې قوي شي۔
اولس مشر ډونلډ ټرمپ په نيويارك كښې اولس مشر اشرف غني سره ملاقات وكړو
7 کال لومړی