هند كښې په سېلاب كښې د مړو شويو شمېره 40 ته ورسېده

هند كښې په سېلاب كښې د مړو شويو شمېره 40 ته ورسېده

نوې ډېلۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د هند په پنځو شمالي آيالتونو كښې د سېلاب په نتيجه كښې د مړو شمېره 40 ته رسېدلې او د زرګونو په شمېر كسان بې كوره شوي دي ۔د هندي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې په مدهيه پردېش كښې تر ټولو زيات 31 كسان مړه شوي دي۔ په اترپرېش٬ مدهيه پردېش٬ بهار٬ لوېديز بنګال او جهاركھنډ كښې د سېلاب په نتيجه كښې زيات زيان شوے دغسې راجهستان او اتركھنډ ايالتونه هم سېلاب ځپلي دي۔ په اسام٬ تامل ناډو او كرناټك كښې سېلاب په لويه پېمانه تباهي خپره كړې.