په فلپائن كښې د قاچاقبرو په ضد د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 32 كسان مړه او 107 نيول شوي

په فلپائن كښې د قاچاقبرو په ضد د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 32 كسان مړه او 107 نيول شوي

منيلا (پاکستان نیوزپوائنٹ17اگست2017ء) په فلپائن كښې د قاچاقبرو په ضد د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 32 كسان مړه او 107 نيولې شوي دي ۔د غېر ملكي مېډيا له مخې پھ فلپائن كښې د نشه اي توكو د قاچاقبرو په ضد په لويه پیمانه عمليات روان دي۔تېره ورځ د پوليس اهلكارو د پايه تخت منيلا په سوئېلي بولاكان ولايت كښې په بدل لباس كښې د نشه اي توكو ترلاسه كولو هڅه وكړه او كله چې قاچاقبر راغلل نو امنيتي ځواكونو په ولقه كښې واخستل۔

تورونو د تښتېدو پھ هڅه كښې ډزې وكړی او د امنيتي ځواكونو په ځوابي ډزو كښې 32 قاچاقبر ووژل شول۔د فلپائن اولس مشر روټ ريګرو دوترتېتې په جون 2016م كښې د نشه اي توكو د قاچاقبرو په ضد د جنګ اعلان كړی او تراوسه د قاچاقبرو پھ ضد عملياتو كښې 3400 قاچاقبر او نشيان وژلې شوي دي۔