وزیراعظم محمد نوازشریف او د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم تر مېنځه د پلاويو په كچه د خيالاتو څرګندونه پاکستان مالدیپ سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګنړي كومې چې په عزت٬ احترام او د حقونو په تحفظ اډاڼه دي٬ پاکستان د ماحولياتي بدلونونو په لړ كښې مالديپ سره مرستې له چمتو دے د وزیراعظم محمد نوازشریف د ملاقات په مهال خبرې د سارك پلېټ فارم د سوئيلي اسياء د اولس ژوند ښه٬ اقتصادي او تجارتي ماحول ښه كولو لپاره موقعې وركولې شي۔ د دواړو مشرانو سلا

مالے (پاکستان نیوزپوائنٹ 25جولائی2017ء) وزیراعظم محمد نوازشریف او د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم د پلاويو په كچه خبرې اترې كړي دي ۔ د نهې په ورځ مالے كښې په صدارتي دفتر كښې په ترسره شوي ملاقات كښې د وزیراعظم معاونت د خارجه چارو لپاره د وزیراعظم صلاحكار سرتاج عزیز، سناتور پروېز رشید، د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپورېشن مېنجنګ ډائرېكټر ٬د اسلام آباد د صنعت او تجارت صدر او نورو چارواكو وكړو۔

د غونډې په مهال وزیراعظم ووئيل پاکستان مالدیپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريك عزت٬ احترام او د حقونو په تحفظ اډاڼه دي۔ وزیراعظم ووئيل سېلګري٬ د تجارت وده ٬ اعلٰې تعليم او د بشري وسائلو په حقله د كار استعداد زياتولو پحقله د شريكو مفاداتو په يو شمېر يادښتونو لاسليكونو سره به د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې لا مستحكمولو له مرسته تر لاسه شي۔

وزیراعظم د اقتصادي مرستې په اهميت خاص ټينګار كولو سره ووئيل دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت زياتولو ته اړتيا ده كوم چې دا وخت د خپل استعداد نه لږ دے ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك كاروباري كونسل جوړېدو سره به نه يوازې تجارت وده ومومي بلكې په بېلا بېلو څانګو كښې به كېدونكي سرمايه كاري هم زياته شي۔ وزیراعظم د دفاع، صحت، تعلیم، لوبو ، ماهيانو پالنې ٬ سېلګرۍ او د كلتور په اړه د دوه اړخيزه مرستې په امكاناتو هم خاص رڼا واچوله۔

دواړه مشران دې ته سلا شول چې د سارك پلېټ فارم د سوئيلي اسياء د اولس ژوند او اقتصادي او تجارتي ماحول ښه كولو لپاره موقعې وركولې شي ۔ وزیراعظم زياته كړې چې پاكستان د سارك چارټر پحقله عزم لري او هيله لري چې سارك به د سيمه ايزې مرستې يو مثالي تنظيم ثابت شي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان په نړيوالو ماحولياتي مسئلو ژور نظر لري چې په سوب ئې د مالديپ غوندې جزيره هېوادونه خطرو سره مخ دي۔

ده ووئيل پاکستان د ماحولياتي بدلونونو په څانګو كښې مالديپ سره مرستې له چمتو دے۔ وزیراعظم د مالديپ اولس مشر سره ون ټو ون ملاقات هم وكړو۔ په دې موقع وزیراعظم په تود هركلي د مالديپ د آزادۍ ورځې په 52مه دستوره كښې ګډون لپاره په خاص بلنه د مالديپ اولس مشر مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې مالے ته په رسېدو د مالديپ اولس مشر د وزيراعظم هركلے وكړو او ده ته ئې ګارډ آف آنر سره سره د توپو سلامي هم وركړه۔