وزیراعظم محمد نواز شریف په سركاري دوره مالديپ ته ورسېد٬ د مالے په هوائي مېدان د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین او د كابينې غړو د وزيراعظم تود هركلے وكړو

وزیراعظم محمد نواز شریف په سركاري دوره مالديپ ته ورسېد٬  د مالے په هوائي مېدان د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین او د كابينې غړو د وزيراعظم تود هركلے وكړو

مالے (پاکستان نیوزپوائنٹ 25جولائی2017ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د نهې په ورځ د مالديپ په درې ورځنۍ سركاري دوره مالے ته رسېدلې دے ٬ د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین او د كابينې غړو د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ وزیراعظم نواز شریف (نن ) د شورو په ورځ د مالديپ د آزادۍ په 52مه كال دستورو كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون لپاره د اولس مشر عبداﷲ یامین عبدالقیوم په بلنه د 25م نه تر 27م جولائي د جمهوريه مالديپ په سركاري دوره تللے دے۔

د وزيراعظم سره د په دې دوره كښې د ھغه كورودانې كلثوم نواز٬ د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز ٬ سناتور پروېز رشيد او نور اعلٍې چارواكي هم شامل دي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم محمد نواز شریف به د مالدیپ اولس مشر سره باضابطه خبرې اترې هم كوي او دغسې په دې موقع به په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو هم لاسليك كولې شي۔

دا خبره د يادونې وړ ده پاكستان مالديپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريك احترام او شريكو مفاداتو آډانه دي۔ مالدیپ سره سفارتي اړيكې په 26م جولائي كال 1966 كښې جوړې شوې وې كومې چې وخت تېرېدو سره نورې مضبوطېږي۔ دواړه هېوادونه د شريك اهميت په چارو په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو يو بل سره نزدې مرسته كوي۔ د پاکستان او مالدیپ اړيكې د دواړه هېوادونو د اولس ترمينځه د نزدې او مينې عكاسي ده۔ د وزیراعظم دورې سره به سیاسی، تجارتی، اقتصادی، دفاعی، د سیلګرۍ، تعلیمی او په اولسي كچه رابطو سره دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔