په نائیجریا كښې د پیټرولو پھ كوهيانو د بريد نه وروستو د لګېدونكي اور له امله 30 تنه مړه شوي

په نائیجریا كښې د پیټرولو پھ كوهيانو د بريد نه وروستو د لګېدونكي اور له امله 30 تنه مړه شوي

ابوجا (پاکستان نیوزپوائنٹ 17جولائی2017ء) د نائیجریا په سوئېلي لوېديز ولايت کراس ریور كښې د پټرولو په كوهيانو د بريد نه وروستو د اور لګېدو له امله 30 تنه مړه شوي دي۔ د تركيې خبري اژانس ادارې له مخې د پولیسو آفیسر حافظ عینووا ووئيل چې پھ كوهاينو د لګېدلي اور له امله ګڼ شمېر كسان ژوبل هم شوي دي كوم چې نزدې روغتون ته رسول شوي۔ او د ځينو حالت اندېښمن دے۔ د بريد كونكو پیژندګلي نه ده شوې د پیښې پلټنې پیل شوې دي۔