د مصر په نيل جزيره كښې د پوليسو او د مظاهرچيانو په نښتو كښې يو تن مړ او 50 ژوبل شوي دي

د مصر په نيل جزيره كښې د پوليسو او د مظاهرچيانو په نښتو كښې يو تن مړ او 50 ژوبل شوي دي

قاهره (پاکستان نیوزپوائنٹ 17جولائی2017ء) د مصر په نيل جزيره كښې د پوليسو او د مظاهرچيانو په نښتو كښې يو تن مړ او 50 ژوبل شوي دي۔ د عرب ټي وي چېنل له مخې د مصر د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د قاهره په شمالي الوراق كښې يو تن مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې په نښتو كښې 31 پوليس اهلكار هم ژوبل شوي دي چې پكښې د پوليسو دوه جنرالان هم شامل دي۔ د تشدد دا پېښه هغه وخت رامېنځ ته شوه كله چې پوليسو د سركاري زمكې خالي كولو هڅه وكړه۔ پوليسو لس كسان نيولي هم دي۔