د ابوبكر البغدادي د مرګ تصديق كولې نه شو۔ امريكائي دفاع وزير

د ابوبكر البغدادي د مرګ تصديق كولې نه شو۔ امريكائي دفاع وزير

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 15جولائی2017ء) د امريكا دفاع وزير جېمز مېټس وئيلي چې د شدت خوښي تنظيم داعش د مشر ابوبكر البغدادي د مرګ تصديق لا كېدې نه شي۔ د نړيوالو ابلاغ ذريعو ترمخه جېمز مېټس په خپل يو بيان كښی وئيلي چې په دې اړه چې كله هم خبره په ډاګه شي اولس به پرې خبرولې شي۔ بياهم تر دې دمه ددې خبر تصديق كېدې شي او نه ترديد۔ دده وېنا وه تر كومې چې د البغدادي د مرګ ثبوت ترلاسه شوې نه وي تر دغه وخت به هغه ژوندې ګڼلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په شامي شخړه د نظر ساتونكي تنظيم سیریئن آبزروېټری فار هیومن رائټس تېره اوونۍ وئيلې وو چې مونږ په دې اړه مصدقه اطلاعات لرو د كومو ترمخه چې ابوبكر البغدادي مړ شوے۔