داعش ته ماتې د ټولې فتح ده۔ اروپائي ائتلاف لپاره د عراق مندوب

داعش ته ماتې د ټولې فتح ده۔ اروپائي ائتلاف لپاره د عراق مندوب

برسلز (پاکستان نیوزپوائنٹ 15جولائی2017ء) اروپائي ائتلاف لپاره عراقي مندوب جواد الهندوي وئيلي چې شدت خوښي تنظيم داعش ته ددې په مضبوط ځائې موصل كښې ماتې وركول د ټولې نړۍ فتح ده۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه برسلز كښې د عراقي مشن مشر جواد الهندوي وئيلي چې موصل څخه د داعش په بېرته وتلو عراق كښې 7 ورځنې جشن لمانځلې شي۔ په كال 2014ﺀ كښې شدت خوښو په موصل قبضه كړې وه او دې ښار څخه د داعش مشر ابوبكر البغدادي د خپل تش د نامې خلافت اعلان كړې وو۔ تېر كال اكتوبر كښې عراقي ځواكونو د نړيوال عسكري اتحاد په مرسته ددې ښار آزادولو له عمليات پېل كړې وو۔