د ترهه ګرۍ اسلام سره هېڅ تعلق نشته۔د او آئي سي سعودي عرب ښار قطيف كښې د ترهه ګرۍ غندنه

د ترهه ګرۍ اسلام سره هېڅ تعلق نشته۔د او آئي سي سعودي عرب ښار قطيف كښې د ترهه ګرۍ غندنه

رياض (پاکستان نیوزپوائنٹ 6جولائی2017ء) اسلامي كنفرنس تنظيم او آئي سي تېره ورځ د سعودي عربستان ختيز قطيف ښار كښې د ترهه ګرۍ د پېښې پھ سختو ټكو غندنه كړې ده ۔د ترهه ګرۍ د دې كاروائۍ په نتيجه كښې يو امنيتي اهلكار شهيد او درې ژوبل شوي وو۔د سعودي مېډيا له مخې د او آئي سي سېكتر جنرل ډاكټر يوسف بن احمد العثيمين لخوا جاري شوي بيان كښې د قطيف ګورنري المسوره كالونۍ كښې د ترهه ګرۍ د پیښې په سختو ټكو غندنه كولو سره د يو اهلكار په مړينه د افسوس څرګندونه كړی ده ۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د سعودي خذمات وستائل او وې وئېل ترهه ګر د امنيتي ادارو اهلكارو په نښه كولو سره هېواد كښې د عدم استحكام خپرولو سازش كوي۔ډاكټر العثيمين ووئيل د ترهه ګرۍ اسلام سره هېڅ تعلق نشته۔