امریکا په ايران بندېزونه لګولو له بهانې لټوي۔ حسن روحاني

امریکا په ايران بندېزونه لګولو له بهانې لټوي۔ حسن روحاني

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 3جولائی2017ء) د ايران اولس مشر حسن روحاني وئيلي دي امریکا په ايران بندېزونه لګولو له بهانې لټوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه حسن روحاني د ايران عدلي يوې مهمې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده د ايران عدليې اونۍ په پېل كښې قام له مباركي وركولو سره ووئيل د انقلاب موسس آیت اللہ خمېني د ايران جوړېدو او عزت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔

اولس مشر ووئيل دښمن په ايران د اتو كاله تپلي شوي جنګ نه پس د ايراني قام په ضد ظالمانه بنديزونه لګولي خو د ايران اولس په تېرو كلونو كښې د دغې ستونزو او چېلنجونو په مړانه مقابله كړې۔ ده په 12م صدارتي ټاكنو كښې د ايرانې قام د عظيم شركت ستائنه كولو سره ووئيل د ايران سپريم كمانډر په امر او د اولس په اوښيارتيا ايران په منطقه كښې ښه صدارتي ټاكنې كړې دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د عدليې پشمول معيشت او د تجارت ودې له مناسب امنيت وركوي۔