د امريكې په الاباما ايالت كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي

د امريكې په الاباما ايالت كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د امريكې په الاباما ايالت كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي۔ د امريكائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د الاباما ايالت په ټسكا لونيا سيمه كښې يوه كوچنې الوتكه رالوېدلې او تباه شوې۔ د چارواكو له مخې الوتكه د كرېش لېنډنګ په مهال تباه شوې۔ په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي او امريكائي چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔