په كانګو كښې د ياغيانو په بريد كښې 30 كسان مړه شوي

په كانګو كښې د ياغيانو په بريد كښې 30 كسان مړه شوي

كنساشا (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) په عوامي جمهوريه كانګو كښې د ياغيانو په يو تازه بريد كښې 30 كسان مړه شوي دي۔ د المان خبري اژانس راپور له مخې د كانګو په ختيزه سيمه كښې د يوګېنډا ياغي ډلې اے ډي اېف تېره شپه د بيني په سيمه بريد كړے۔ په دې بريد كښې 30 كسان مړه شوي دي٬ د يوې ورځې په مهال دا د ياغيانو لخوا خونړې بريد ګرځول كېږي۔