سعودی امنيتي اهلكارو مكه مكرمه كښې د ترهګرۍ بريد شنډ كړو

سعودی امنيتي اهلكارو مكه مكرمه كښې د ترهګرۍ بريد شنډ كړو

ریاض (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جون2017ء) د سعودي عربستان امنيتي چارواكو مكه مكرمه كښې په ټرټولو پاك او مقدس مسجد د ترهګرۍ بريد منصوبه شنډه كړه۔ د سعودي امنيتي اهلكارو په وخت كاروائۍ په سوب شدت خوښي خپل ځان والوزولو۔ د خالي په ورچ د ابلاغ ذريعو د سعودي داخله وزارت په اړه ووئيل چې په يوه ودانۍ كښې موجود ځان مرګې بريد كوؤنكي ځان هغه مهال والوزولو كله چې امنيتي اهلكارو دغه ودانۍ محاصره كړه۔

د چاؤدنې څخه ودانۍ ته زيات زيان ورسېد او 6 كسان ژوبل شول كومو كښې چې 5 پوليس اهلكار هم شامل وو۔ دا خبره دې ياده وي چې د روژې مباركې مياشتې آخري ورځو په سوب د لكھونو په شمېر مسلمانان مكه مكرمه كښې دي۔ ددې بريد په اړه سعودي چارواكو نور اطلاعات جاري كړې نه دي۔ د سعودي داخله وزارت وياند منصور التركي سعودي ټي وي ته ووئيل چې پوليس په مسجد الحرام د بريد منصوبه ناكامه كړې۔

د داخله وزارت ترمخه مسجدالحرام ته نزدې يوه وداني امنيتي اهلكارو محاصره كړه كومه كښې چې يو شدت خوښې وو۔ دے تن په امنيتي اهلكارو ډزې پېل كړېِ۔ امنيتي اهلكارو په ده ځوابي ډزې وكړې ۔ لږه شېبه وروستو دې تن ځان والوزولو۔ دې كاروائۍ څخه وړاندې مكه او جده كښې پوليس د يوې مېرمنې په شمول 5 شكمن كسان نيولي۔ وياند ووئيل د دې چاؤدنې په سوب ودانۍ ته زيان ورسېد او ورسره ورسره 6 عام وګړي هم ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په تېرو څو كلونو كښې سعودي عرب كښې يو شمېر بريدونه شوي او دې كښې د ځينو ذمه واري شدت خوښي تنظيم دولت اسلاميه قبوله كړې۔