د اسرائيل په جارحيت قابو موندلو لپاره د اتحاد او يو والي ضرورت دے۔اولس مشر روحاني

د اسرائيل په جارحيت قابو موندلو لپاره د اتحاد او يو والي ضرورت دے۔اولس مشر روحاني

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني وئېلي دي د اسرائيل په جارحيت قابو موندلو لپاره د اتحاد او يو والي ضرورت دے۔د ايران ځايې مېډيا له مخې تهران كښې كابينې غونډې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د اسلامي نړې د اختلافاتو ټوله ګټه اسرائيل ته رسي۔اولس مشر حسن روحاني د فلسطين مسئلې اهميت ته د اشاره كولو سره ووئېل اسرائيل منطقه كښې ترهه ګري ته د ودې وركولو سره د فلسطين مسئله تر آخري حد رسولو هڅه كړې خو نن هم د فلسطين مسئله د عالم اسلام وړومبۍ مسئله ده كومه به چې نظرانداز نه كړې شي۔اولس مشر روحاني ووئيل د فلسطين مظلوم اولس ملاتړ٬د ظلم په ضد جنګ او په اسرائيلي جارحيت قابو موندلو لپاره د عالم اسلام ترمينځه د اتحاد او يو والي ضرورت دے۔