په مقبوضه كشمير كښې يو بل ژوبل شوي تن ساه وركړه٬ د شهيدانو شمېره 73 ته ورسېده

په مقبوضه كشمير كښې يو بل ژوبل شوي تن ساه وركړه٬ د شهيدانو شمېره 73 ته ورسېده

سرينګر 13 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوليسو په ډزو كښې ژوبل شوي يو بل ځوان د خالي په ورځ د سرينګر په صوره روغتون كښې ساه وركړه او دې سره په مقبوضه سيمه كښې د روانې انتفادې په مهال د شهيد شويو كسانو شمېره زياتېدو سره 73 ته رسېدلې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سهېل احمد واني په نوم ځوان د اګست په 2مه نېټه په پلوامه كښې په سر په ګولې لګېدو سره ژوبل شوے و۔ د يوې مياشتې په مهال په مقبوضه سيمه كښې د شهيد شويو كشميريانو شمېره 73 ته رسېدلې او د 7 زرو نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د جمعې په ورځ هم هندي عسكرو او پوليسو په مقبوضه سيمه كښې په مظاهره چيانو ډزې كړې وې او په نتيجه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول د 250 نه زيات كسان ژوبل شوي وو۔