د هندي ځواكونو په تشدد كښې په ارهامه كښې 35 كسان ژوبل شوي٬ هندي عسكرو دجومات بې حرمتي هم كړې

د هندي ځواكونو په تشدد كښې په ارهامه كښې 35 كسان ژوبل شوي٬ هندي عسكرو دجومات بې حرمتي هم كړې

سرينګر(پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د ګاندربل په ارهامه سيمه كښې د مېرمنو٬ ماشومانو او د بوډاګانو پشمول په وګړو تشدد كړې او په نتيجه كښې ئې 35 تنه ژوبل شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په ارهامه سيمه كښې د جومات د لاؤډسپيكر نه د ازادې په حق كښې نعرې خپرې شوې او د دې په نتيجه كښې قهرجنو هندي عسكرو په دې كلي بريد وكړو۔ هندي عسكرو د جومات د لاؤډ سپيكر تارونه وويستل او د جومات د كړكو ښيښې ئې هم ماتې كړې۔ خلق د كورونو نه راوتل او هندي عسكرو په هغوي هم تشدد وكړو۔ هندي عسكرو خلق يرولو لپاره هوائي ډزې هم وكړې۔ په تشدد كښې په ژوبل شويو كسانو كښې ښځې٬ ماشومان او بوډاګان هم شامل دي۔ زيات ژوبل شوي كسان په روغتون كښې داخل كړې شوي دي۔