په مانچېسټر كښې د كنسټر په مهال په چاودنه كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوي

په مانچېسټر كښې د كنسټر په مهال په چاودنه كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوي

لندن (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) د برتانيې په مانچسټر ښار كښې د ګل او نهې په مېنځنې شپه د كنسرټ په مهال د ترهګرې په بريد كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي۔ د ګرېټر مانچېسټر پوليسو لخوا جاري شوي بيان له مخې چاودنه شپې په وخت 10 بجې 35 دقيقې هغه مهال شوې كله چې د امريكائي سندرغاړې آريانا ګرېنډے كنسرټ روان و۔ د پوليسو له مخې په پېښه كښې د 19 كسانو د ژوبل كېدو او د 50 د ژوبل كېدو تصديق شوے۔ امريكائي چارواكو وئيلي دي چې دا ځانمرګي بريد وو۔ پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه د كنسرټ نه بهر شوے٬ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې دا پېښه د كركې وړ ګرځولې۔