امریکا دې د فتح اللہ ګولن په بدل كښې تركيې سره د خپلو اړيكو قرباني ورنه كړي۔ د تركيې د انصاف وزير

امریکا دې د فتح اللہ ګولن په بدل كښې تركيې سره د خپلو اړيكو قرباني ورنه كړي۔ د تركيې د انصاف وزير

انقرہ (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) ترکیې امريكې ته خبردارې وركولو سره وئيلي دي چې امریکا دې د فتح اللہ ګولن په بدل كښې تركيې سره د خپلو اړيكو قرباني ورنه كړي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې دا خبرې د د تركيې د انصاف وزير باقر بوزداګ خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ د تركيې حكومت دا دريځ لري چې په هېواد كښې د اوسني پوځي بغاٶت په شا امريكا كښې مېشته ترک مبلغ فتح اللہ ګولن ولاړ دے۔

ده ووئيل كه امريكې فتح اللہ ګولن ترکیې ته ونه سپارلو نو د دې مطلب به دا وي چې امريكا يو ترهګر لپاره تركيې سره د خپلو اړيكو قرباني وركوي۔ د يادونې وړ ده چې تركيې د دې نه وړاندې هم د ياد شوي ترهګر د سپارلو غوښتنه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ناكام پوځي بغاٶت نه پس 16 زره شكمن كسان نيول شوي دي او د 6 زره كسانو پلټنې روانې دي۔