واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) امريكائي پوځ په سوريه كښې د داعش د تېلو د 83 ټانكرو تباه كولو ادعا كړې۔ د المان د خبر رسنې ادارې له مخې د پېنټاګون وياند مېتھو اېلن خبريالانو ته ووئيل چې تېره ورځ د سوريې په ديرالزور ولايت كښې په البو كمال سيمه كښې فضائي بريدونه شوي دي او پكښې د اتحادي هېوادونو جنګي الوتكو برخه اخيستې۔ ده ووئيل چې په دې بريدونو كښې د داعش د تېلو 83 ټانكرې تباه كړې شوې دي۔ تېر كال د اتحادي هېوادونو جنګي الوتكو داسې د تېلو 400 ټانكرې تباه كړې وې كومې چې په صحرا كښې په غېر قانوني توګه د تېلو په انتظار كښې وې۔
امريكائي پوځ په سوريه كښې د داعش د تېلو 83 ټانكرې تباه كړې
8 کال لومړی