افغانستان٬ په ننګرهار ولايت كښې د داعش 25 جنګيالي ووژل شول

افغانستان٬ په ننګرهار ولايت كښې د داعش 25 جنګيالي ووژل شول

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د افغانستان په ختيز ننګر هار ولايت كښې د داعش 25 جنګيالي وژل شوي دي۔ د افغان ميډيا له مخې تېره ورځ په ننګرهار ولايت كښې د داعش په ضد د زمكي او فضائي عملياتو په نتيجه كښې د داعش 25 جنګيالي وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخې عمليات په آچين او كوټ اولسواليو كښې شوې۔ د عملياتو په مهال د جنګيالو ځينې ژالې ړنګې كړې شوې دي۔