په كوئټه كښې د سړك پغاړه په بمي چاودنه كښې د 3 امنيتي اهلكارو پشمول 5 تنه ژوبل شوي

په كوئټه كښې د سړك پغاړه په بمي چاودنه كښې د 3 امنيتي اهلكارو پشمول 5 تنه ژوبل شوي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) په كوئټه كښې په سپني روډ د سړك پغاړه په بمي چاودنه كښې د 3 امنيتي اهلكارو پشمول 5 تنه ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د كوئټې ډي آئي جي چوهدري منصور سرور ووئيل چې په سپني روډ د ګاډو اډې سره نزدې چاودنه شوې۔ ده ووئيل چې په چاودنه كښې د دريو امنيتي اهلكارو پشمول 5 تنه ژوبل شوي دي۔ ډي آئي جي ووئيل چې چاودېدونكي توكي د سړك پغاړه په ځائ كړې شوي وو۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړي دي۔