په بحيره روم كښې يو زر كسان بچ كړې شوي دي

په بحيره روم كښې يو زر كسان بچ كړې شوي دي

روم (پاکستان نیوز پوائنٹ 24فروری2016ء) په بحيره روم كښې يو زر كسان بچ كړې شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې دا كسان د كشتو د لارې د لېبيا د ساحل نه اروپا ته روان شوي وو۔ يوازې د زيات په ورځ په دريو بېلا بېلو كشتو كښې سواره 332 كسان بچ كړې شوي دي۔ له بلې خوا مرستندويه ادارو خبردارې وركړې چې د ساړه موسم ختمېدو سره اروپا ته د تلونكو كډوالو شمېر زياتېدې شي۔