مقبوضه كشمير كښې كرفيو او احتجاج په 24 مه ورځ هم روان پاتې شو ،كارګل كښې بمي چاؤدنه – دوه هندي عسكر مړه

مقبوضه كشمير كښې كرفيو او احتجاج په 24 مه ورځ هم روان پاتې شو ،كارګل كښې بمي چاؤدنه – دوه هندي عسكر مړه

سرینګر (پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د مقبوضه کشمیر سرينګر ٬ پلوامه ٬كولګام ٬ اسلام آباد ٬ شوپېاں ٬ بټګام ٬ كپواړه ٬باره موله او ګاندربل ضلعو كښې د ګل په ورځ پرله پسې په 24 مه ورځ هم كرفيو ٬ سخت بندېزونه او احتجاجي هړتال روان پاتي شوو۔ بلخوا د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني او نور حريت لارښود مير واعظ عمر فاروق ٬ ياسين ملك او شبير احمد شاه په كورونو او تھانو كښې په غېر قانوني توګه نظر بند دي۔دوئي په احتجاجي پروګرام كښې ترجمعې پراختيا كړې۔ د ضلع لداخ كارګل سيمه كښې د مائين چاؤدنې په نتيجه كښې دوه هندي عسكر وژلي شوي۔ په دې مهال ضلع كټھوعه كښې دوه بېلو پېښو كښې درې كسان مړه شوي دي۔