پھ افغانستان كښې د بګرام هوائي اډې سره نزدې پھ نارته ګېټ ګېسټ هاؤس بريد ٬

ددريو طالب بريد كونكو پشمول 1 پوليس اهلكار ووژل شول

پھ افغانستان كښې د بګرام هوائي اډې سره نزدې پھ نارته ګېټ ګېسټ هاؤس بريد ٬
ددريو طالب بريد كونكو پشمول 1 پوليس اهلكار ووژل شول

كابل (پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د بګرام هوائي اډې په خوا كښې په نارته ګيټ ګيسټ هاؤس پھ ترسره شوي بريد كښې د دريو طالب بريد كونكو پشمول يو پوليس اهلكار مړ شوې۔د برتانيې مېډيا له مخې ياد شوې ګيسټ هاؤس(مېلمستون)د چاودېدونكو توكو نه د ډرك ټرك د لارې پھ نښه كړې شوې۔د كابل د پوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي پھ خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې د بريد كونكو پھ ضد 7 ساعته شوي عمليات ترسره شوي او په نتيجه كښې يې درې بريد كونكي وژل شوي يو خپل ځان په چاودنه الوزولې او دوه د پوليسو په ډزو كښې وژل شوي۔

د عملياتو په مهال يو پوليس اهلكار هم وژل شوې او درې ژوبل شوي۔ده ووئيل چې پھ بريد كښې مېلمانه او د مېلمستون عمله بچ شوې۔طالبانو د بريد ذمه واري قبوله كړی۔پھ دې ګيسټ هاؤس درې كاله وړاندې هم بريد شوې وو۔