د امريكائي مسلمان پلار په ډونلډ ټرمپ سخت ټكونه

د امريكائي مسلمان پلار په ډونلډ ټرمپ سخت ټكونه

فلاډېلفیا (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د عراق په جنګ كښې د مړ شوي يو پاكستاني نژاد امريكائي پوځي اهلكار پلار د ري پبلكن ګوند په صدارتي كانديد ډونلډ ټرمپ سخت ټكونه كړي دي۔ امريكائي ښار فلاډېلفیا كښې د ډېموکرېټک ګوند كنونشن ته خطاب كښې پاكستاني نژاد امريكائي وګړي خضر خان ووئيل زما 27 كلن ځوے كېپټن همایوں خان 2004 كښې عراق كښې يو موټړي چاؤدنه كښې مړ شوے۔

ده ووئيل زما ځوئي امريكا لپاره د خپل سر قرباني وركړې ۔ ده د خپل خطاب په مهال ډونلډ ټرمپ څخه پوښتنه وكړه چې تا د امريكې قانون لوستلې دے؟ ده ووئيل د ده نه خو هېلري كلنټن ښه ده چا چې زما زوئے يو بهترين امريكائي وګړے ګرځولے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ډونلډ ټرمپ لخوا د مسلمانانو په ضد سختو بيانونه راغلي دي په كومو چې ځينې مسلمانانو د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې۔